په کونړ کې د اوبو رسولو يوه شبکه پرانیستل شوه
کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
په کونړ کې د څښاک اوبو د يوې شبکې د کار په پاى ته رسېدو سره، د يوه ښوونځي ١٢٠٠ زده کوونکو پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
د کليو د بيارغاوني او پراختيا وزارت د عامه اړيکو رييس داوود نعيمي باختر آژانس ته وويل چې د اوبو رسولو دغه شبکه د څه دپاسه يو ميليون افغانيو په لګښت د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د کونړ د شیګل ولسوالۍ په شين کرک کلي کې جوړه شوې ده چې ١٢٠٠ زده کوونکو نجونو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ.
پاى/ ذ