امنیت

په کونړ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو لاسته راوړنې

کابل/باختر/ د چنګاښ ۲ مه
افغان ځواکونو د کونړ په غازي آباد او ناړۍ ولسوالیو کې په پيل شويوعملیاتو کې د دغه ولايت زیاتې سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړې.
له  ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه عملیات څو ورځې وړاندې پیل شوي دي او په بریالیتوب سره دوام لري.
سرچینه زیاتوي چې په تېرو څلر ویشتو ساعتو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې یو وسله وال طالب سخت ټپي شوى او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د کونړ د ناړۍ او د لغمان د الینګار ولسوالیو په مربوطاتو کې څلور ماینونه کشف او شنډ کړل.
پای/صال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته