امنیت

په کونړ کې دګډو ځواکونو په عملياتو کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
دکونړ ولايت ددانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان امنيتي ځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات  دافغان ګډو ځواکونو له خوا  او دبهرنيو ځواکونو په هوايي ملاتړ  ددانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوې دي .
ده زياته کړه ددغو عملياتو هدف دطالبانو له شتون څخه ددانګام ولسوالۍ دبيلابيلو ساحو پاکول دي چې له امله يې  اته تنه وسله وال طالبان  وژل شوي دي .
سيدخيل زياته کړه  ددغو عملياتو په بهيرکې  ددانګام ولسوالۍ دکارکوټ ، سپين قلعه ،کانتوسر ، خروپټي  او دايوب کلي  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
ديوه اړونده خبرځاى  دڅرګندونو له مخې ، افغان کوماندو ځواکونو ددانګام ولسوالۍ په لوړو ساحوکې دطالبانو پرخلاف   سنګرونه  نيولي او هغوى يې کلابند کړي دي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ، په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى چې دقيق شمير يې معلوم نه دى ، خو داتو تنو وسله والو طالبانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي .
سيد خيل زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير  دملي اردو درې تنه سرتيري  هم ټپيان شوي دي .
دغه عمليات په بشپړه توګه دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددانګام ولسوالۍ دناامنو ساحو ترپاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته