کابل باختر دوږي لومړى :
دهېواد په ختيځ کونړ کې پرون دپاکستاني پوځيانو دراکتي بريد له امله دوه تنه ماشومان شهيدان شول .
قربانيان ديوې کورنۍ غړي و ، چې دکونړ ولايت د سرکاڼو په ولسوالۍ کې په خپل کلي کې بريد پرې وشو .
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو ه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپاکستاني پوځيانو په دې راکتي بريد کې دوه تنه ماشومان شهيدان او يو تن بل ټپي شو .
ده وويل چې پاکستاني پوځيانو څه ناڅه درې توغندي په کونړ ولايت کې داستوګنې په يوې ساحې توغولي دي .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ