په کونړ کې دهوايي بريدونو له امله دشپږو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د کب پنځه ويشتمه :
شپږ تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې دهوايي بريدونو له امله ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه په ماڼوګي ولسوالۍ کې ددوى په مرکزونو کې بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې دبې پيلوټه جنګي الوتکو په دغو بريدونو کې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ده وويل چې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند دغه ډار اچوونکي په خپلو مرکزونو کې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو  بوخت وو چې بريدونه پرې وشول .
ويل کيږي چې په دغو بريدونو کې   دډار اچوونکو دوه مرکزونه دړې وړې شوي دي .
دترې کابو يوې مياشتې په بهير کې نږدې  سل تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې دهوايي او ځمکنيو بريدونو له امله وژل شوي دي .
دغه راز پوځيان دکونړ ولايت په شلتن ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو ددوو ډيپوګانو  په کشفولو بريالي شوي  دي او په هغه کې  يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته