امنیت

په کونړ کې دهاوان دماينونو دلګيدو له امله دوه تنه ټپيان شول .

کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
داسعد اباد په ښار کې نن  دهاوان دماينونو دلګيدو له امله دوه تنه ټپيان شول . 
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب  سيد خيل دباختراژانس خبريال ته وويل  دهاوان  دوه ماينونه  داسعدابادښاروالۍ دادارې په انګر کې  ولګيدل  چې له امله يې دښاروالۍ دوه تنه کارکوونکي ټپيان شول .
د يوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې  دپيښې ټپيان دکونړ ملکي روغتون ته ليږدول شوي  او دروغتيايي مسوولينو دڅرګندونو له مخې ددوى روغتيايي حالت خراب دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته