امنیت

په کونړ کې دهاوان دسرګلولې دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې  دوه ويشتمه :
په کونړ ولايت کې دهاوان ديوې سرګلولې دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان چې خور او ورور و ، ووژل شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه پرون دماڼوګي ولسوالۍ په مناګي ساحه کې رامنځته شوه .
دده دڅرګندونو له مخې :دغه پيښه هغه وخت  رامنځته شوه دوه ماشومان چې خور او ورور و او يو يې پنځه کاله اوبل يې  اووه کاله  عمر درلود دهاوان له يوې زړې  سرګلولې سره په لوبي بوخت و چې چاودنه  وشوه او دواړه ووژل شول .
خبرځاى زياته کړه چې زياتره  ناچاودلي توکي له تيرووختونو څخه دکونړ ولايت په ځينو سيمو کې شته چې زړه بوږ نوونکې او مرګانۍ پيښې رامنځته کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته