امنیت

په کونړ کې دنهو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د  زمري  دويمه :
شپږ تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې په نويو هوايي بريدونو کې  ووژل شول
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه د ډيورنډ کرښې ته څيرمه ددوى په  پټځي کې  بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې دبې پيلوته الوتکو  په بريدونو کې  ٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول
ده وويل  چې په دغو ډار اچوونکو د ډيورنډ کرښې ته څيرمه ددوى په پټنځيو بريدونه  وشول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيانو په کونړ ولايت کې دعملياتو په بهير کې دطالبانو دجنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې  چې دمانوګى ولسوالۍ بازار ته څيرمه  د طالبانو په پټنځيو کې ساتل کيدې چې په لسګونو درندو اوسپک جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .  
په يوبل خبر کې  ويل شوي دي چې په کونړ  ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار ددغه ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې ٦  ماينونه کشف او شنډ کړل .      ختم_ سعيده   _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته