په کونړ کې دناتو په هوايي بريد کې ددريو تنو زده کوونکو ماشومانو د وژل کيد ادعا
کابل باختر د کب پنځه ويشتمه :
درې تنه ماشومان چې ويل کيږي دښوونځي ماشومان وو په کونړ ولايت کې دناتو دبې پيلوټه جنګي الوتکو په بريدونوکې ووژل شول
په دغوماشومانو دتيرې چارشنبې په شپه دکونړ ولايت دماڼوګي ولسوالۍ په ليچلام کلي کې په يوه کور کې بريدونه وشول .
دکلي اوسيدونکي وايي چې په دې هوايي بريد کې دداعش دډلې ديوه قوماندان دماشوم په ګډون درې تنه ماشومان وژل شوي دي .
دوى وايي چې درې واړه وژل شوي ماشومان دښوونځى زده کوونکي وو خو دکونړ دوالي وياند غني مصمم باختراژانس ته وويل چې دناتو په دغه بريد کې دداعش دډلې يوه جګپوړي قوماندان له دريو تنو ماشومانو سره وژل شوى دى خو ده وويل چې ښايي ماشومان دداعش دډلې له خوا د ډار اچوونکو بريدونو دترسره کولو دلارو چارو په زده کړې بوخت وو .
دناتو پوځيانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم-عطاالله_ اکرم