په کونړ کې دموټر دچپه کيدو له امله څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه
دکونړ ولايت دوټه پورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له غره څخه ديوه موټر دچپه کيدو له امله دماشومانو په ګډون څلور تنه ووژل شول اوڅلور تنه نور ټپيان شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خيل دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه پرون مازيګر د وټه پورې په ولسوالۍ پورې په اړونده سپيري کلي رامنځته شوه .
يوه اړونده خبرځاى وويل پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ موټر کله چې يې غوښتل دوټه پورې په ولسوالۍ پورې په اړوندسپيري ته لاړ شي په نيمه لاره کې موټر له غره راواوښت او دغره په لاندې واټ کې چپه شو چې له امله يې دوو ماشومانو او يوې ميرمنې په ګدون څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى ددغه موټر دچپه کيدو علت په ساحه کې دسړکونو دخرابوالي او نه معياري توب وباله .
ددغې پيښې ټپيان دکونړ ملکي روغتون ته ليږدول شوي او دروغتون دروغتيايي مسوولينو دڅرګندونوله مخې دپيښې ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .