کابل باختر د تلي شلمه :
دکونړ ولايت په دوټه پورې ولسوالۍ کې په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان او درې تنه نور پوليسان ټپيان شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه تيره شپه هغه وخت وشوه چې دپوليسو دځواکونو دسپرلۍ کاروان د وټه پورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ګزمې بوخت و چې دهغوى موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې دچاودنې له امله يې دوه تنه پوليسان شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى وويل دپيښې ټپيان دکونړ مرکزي روغتون ته ليږدول شوي دي دروغتون مسوولينو دپيښې ددوو تنو ټپيانو حالت خراب بللې دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ