امنیت

په کونړ کې دشپږو تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر د ثور  پنځمه :
شپږ  تنه داعشيان  په کونړ ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو  تيره شپه د چپه درې په  ولسوالۍ کې بريد وشو
  دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې دملي اردو دپوځيانو دډلې په بريد کې  ددغې ډلې ديو سيمه ئيز قوماندان په ګډون شپږ تنه  داعشيان  ووژل شول
ده وويل په دغووسله والو  داعشيانو  په داسې حال کې چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت  و ، بريد وشو
ديوې اوونۍ په بهير کې په کونړ ولايت کې  دداعشيانو په سنګرونو بريدونه  زياتې شوي دي
په دغو بريدونوکې تراوسه پورې  ددغې ډلې دڅو جګپوړو قوماندانانو په ګډون په لسګونه تنه داعشيان وژل شوي دي .
  ختم_ عطاالله  _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته