امنیت

په کونړ ولايت کې د قهرسيلاب چاڼيز عمليات پيل شول

 کابل باختردزمري دمياشتې ٢٥نيټه :                                            
د کونړولایت  دنورګل ولسوالی د مزار دری په اړونده سیموکی د قهرسیلاب دويم نمبر(۷) په نامه ګډ جګړه ییز اوچاڼیزعملیات نن سهارپیل شول .
د٢٠١سيلاب قول اردو وياند باخترآژانس ته خبرورکړ، د کونړولایت دنورګل ولسوالی دمزاردری په اړونده سیموکی دقهرسیلاب دوه نمبر(۷) په نامه ګډ جګړه ییزاوچاڼیز عملیات د امنیت پیاوړتیا ،ښه حکومت والی ، دولسوالیوشورا او ولسی جرګی انتخاباتو ته د زمینی برابرولوپه موخه دملی اردو، ملی اردوځانګړو ځواکونو (کومانډو) ، ملی پولیسو ،سیمه ییزو پولیسو او ملی امنیت منسوبانو په ګډون  د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دويمی پلی لوا په مشری ، دتوپچی او هوایی ځواکونو په ملاتړ نن سهار پیل شوی         او دوام لری.
  دغه عملیات په بریالیتوب سره پرمخ روان دی چی د لاسته راوړنو په اړه به  یی وروسته  له رسنیوسره معلومات شریک کړو.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته