په کونړ ولايت دپاکستان راکټي بريدونه دوام لري .

کابل_ باختر دثور دريمه :
دکونړولايت ددانګام ولسوالۍ تيره شپه هم دپاکستاني پوځيانو دتوغنديو دلګيدو ډګر و خو ويل کيږي چې دغو بريدونو دسرزيان يې نه دى اړولى .
  دکونړ والي  سيد فضل الله واحدي باختراژانس ته وويل، دغه بريدونه تيرماښام پيل شول او تر نيمې شپې پورې يې دوام وکړ .
په دغو راکټي بريدونوکې ددانګام ولسوالۍ په ځينوسيمو توغندي ولګيدل چې دسيمې خلکو ته يې مالي زيان اړولى دى . 
په داسې حال کې  چې دافغانستان په ختيځو سيمو دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو له پيل  څخه  يو کال  تيريږي دکونړ ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې دغو بريدونوديوې مياشتې په بهير کې زور اخستى دى .
دکونړ والي وايي چې دتيرې يوې مياشتې په بهير کې يواځې په دغه ولايت دپاکستاني پوځيانو له خوا سل توغندي توغول شوي دي .
  دغه بريدونه دکونړ ولايت په مرورې  ولسوالۍ  کې ملګي وګړو ته دسرزيان  اړولى دى او دنورستان ولايت هم په دې موده کې  دپاکستاني پوځيانو له خوا دلسګونو توغنديو دلګيدو ډګر دى .
دوړاندى شويو شميرنوله مخې، ديوکال په بهير کې  دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو له پيل څخه دافغانستان ختيځ دڅه ناڅه اوه زره توغنديو دلګيدو ډګر وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته