په کونړکې ۶۰ تنه داعشیان ووژل شول
اسعد اباد باخترد وږي ۱۴ مه
د ګونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو پیل شوي عملیات د ۵۱ تنو داعشیانو په وژل کېدو، لسو تنو په ټپې کېدو او د ۲۷ مشکوکو کسانو په نیول کېدو سره پای ته ورسېدل.
له ۲۰۱ سیلاب قول ادرو څخه باختر اژانس ته په لېږدول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه عملیات اته ورځې وړاندې پیل شول چې په ترڅ کې یې زیاتې سیمې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوې.
سرچینه زیاتوي چې، په ترسره شویو عملیاتو کې د اوو ماینونو د شنډولو ترڅنګ د وسله والو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ویل کېږي په دغو عملیاتوکې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال