ټولنه

په کونړکې له ٩٩ جګړه څپلو کورنيو سره د افغاني سرې مياشتې مرسته

-کابل باختر د لړم  لسمه :
افغاني سرې مياشتې په کونړ ولايت کې د جګړې له امله له ٩٩ بې ځايه شويو  کورنيو سره مرسته وکړه .
په دغو مرستوکې شړۍ، ترپالونه، خيمې، د پخلنځي وسايل او ژمني چامې شته چې نن د کونړ ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې په جګړه ځپلو کورنيو وويشلې شوې.
د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دوى د کورنيو جګړو له امله له بې ځايه شويوکسانو سره په مرستې اقدام کړى دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې د دغو مرستو بهير له جګړې څخه له نورو بې  ځايه شويو او بې وزلوکسانو سره دوام لري .
  ختم_ عطاالله =- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته