کابل باختردوږي دمياشتې١٢نيټه :
په کونړ ولايت کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ خونړۍ جګړې دغه شان دوام لري.
دغه جګړې څه ناڅه دوه مياشتې مخکې له چپې درې څخه پيل شوې چې اوس هم دوام لري .
تر اوسه پورې په دغو جګړوکې له دواړو لورو څخه په لسګونو تنه جګړه ماران وژل شوي او څو تنه نور اسيران شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په نويو جګړوکې شپږتنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ده وويل: دغه جګړې د چپې درې په لرې پرتو کليوکې د واکمنۍ غوښتنې او د هغو پيسو د ويش پر سر چې د عشر او زکات په نامه له خلکو څخه راټولې شوې دي، دغه شان دوام لري .
پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل