امنیت

په کونړکې د نهو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د لړم شپږمه :
په کونړ ولايت کې ٩ تنه ډار اچوونکي له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه په سرکاڼو ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو.
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د ملي اردو د پوځيانو د ډلې په بريدکې ٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول .
ده وويل: په دغو وسله والو طالبانو په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت  وو، بريد وشو.
ويل کيږي چې په دې پيښه کې افغان پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په کونړ ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهار د دغه ولايت په ګڼ ميشتو لاروکې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
تر اوسه پورې کومې ډلې د دغوناکامو ماين ښخونو مسووليت په غاړه نه دى اخستى، خو سيمه ييز مقامات طالبان د دغې پيښې عامل بولي .
  ختم_ سعيده   _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته