امنیت

په کونړکې د ناټو د هوايي بريد له امله څوارلس تنه ملکي وګړي ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٩
په کونړ ولايت تيره شپه د ناټو د جنګي الوتکو د بريد له امله ١٤ تنه ملکي وګړي او ١٣ تنه نور ټپيان شول.
دکونړ د والي ويندوى محمد غني د بآختر آژانس خبريال ته وويل: افغان امنيتي ځواکونو او د ناټو پوځيانو د کونړ ولايت په ترنګ په ولسوالۍ کې ګډ ځمکني او هوايي عمليات ترسره کړل چې د هوايي بريدونو له امله ١٤ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ١٣ تنه نور ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: دغه عمليات دکونړ د ترنګ ولسوالۍ د باديل په سيمه کې هغه وخت ترسره شول چې د سيمې اوسيدونکي ويده وو.
ده زياته کړه : په وژل شويو او ټپيانوکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ويل کيږي دغه ګډ عمليات د افغانستان د امنيتي ځواکونو له خوا د ناټو د ځواکونو په همکارۍ د طالبانو او تروريستانو له شتون څخه د دغو سيمو د پاکولو په مقصد پيل شوي دي .
دکونړ د والي ويندوى وايي: تراوسه پورې ددغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د طالبانو په ډلې پورې د اړوندوکسانو شتون نه دى تثبيت شوى، خو ده ټينګار وکړ چې ټول وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته