امنیت

په کونړکې د لښکر طيبه درې ډار اچوونکي ووژل شول

-کابل/ دچنګاښ ٢٩مه / باختر:
په کونړ کې د پاکستان لښکر طيبه تروريستې ډلې پر يومرکز د افغان ځواکونو  په بريد کې  درې جګړه ماران  ووژل شول او  ٤ نور يې ټپيان شول.
د لښکرطيبه دغه مرکز  په اسمار ولسوالۍ کې موقعيت لري،  او ملي امنيت ځواکونوتېره شپه  پرې بريد وکړ .
د هېواد په ختيځ کې يوجګپوړي پوځي قوماندان باختراژانس ته وويل : چې ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په دې بريد کې د پاکستان د لښکر طيبه تروريستي ډلې  درې غړي ووژل  او څلور نور يې ټپيان کړل .
په دې بريد کې  له ټولو جنګي وسايلو سره يې  د ډار اچوونکومرکز دړې وړې شوى دى .
د لښکرطيبه تروريستي ډلې اصلي اډه په پاکستان کې ده ، د دغې ډلې جګړه ماران زيات کلونه کېږي  د طالبانو د ډلې په ګډون د نورو ډار اچوونکو ډلو په همکارى په افغانستان کې په مرګانيو برېدونو لاس پورې کوي .
  ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته