په کونړکې د طالبانو له شتون څخه د څو کليو پاکول

-کابل باختر د سلواغې ۲۹مه
د کونړ ولايت  څو کلي د پوځي  عملياتو په بهير کې  د طالبانو له شتون څخه پاک شول.
دغه عمليات پرون د سلګونو تنو پوځيانو په ګډون د ماڼوګي ولسوالۍ په ځينوسيمو کې پيل شول او تر اوسه پورې دوام لري .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې د طالبانو له شتون څخه د څو کليو د پاکولو تر څنګ شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه پورې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو څو مرکزونه دړې وړې شوي دي .
  له بله پلوه ويل کيږي چې په دغوعملياتو کې پوځيان د ماڼوګي ولسوالۍ له ځينوسيمو څخه د اتو ماينونو په کشفولو بريالي شوي دي .
  پوځي مقامات وايي چې دغه عمليات د ډار اچوونکو له شتون څخه د دغې ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام کوي .
  ختم_ شکريه_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته