-کابل باختر د زمري ٢٨
په کونړ ولايت کې د داعشيانو او طالبانو د ډلو د افرادو ترمنځ جګړې دپخوا په شان دوام لري.
تر اوسه پورې په دغو جګړوکې له دواړو لورو څخه په لسګونه تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او يوشمېر نور يې د سيالو ډلو له خوا ټپيان او نيول شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل
چې په نويو جګړو کې له دواړو لوروڅخه شپږ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
ده وويل: جګړه د چپې درې ولسوالۍ په لرو پرتو سيموکې د پراختيا غوښتنې او د زکات په نامه له خلکو څخه په زور د اخستل شويو پيسو د وېش د څرنګوالي پرسر پيل شوې ده او لا هم دوام لري .
ډار اچوونکي دځينې ساحوکې ديوبل په کورونو بريدونه وکړل او اور يې ورته واچاوه . ختم_عطاالله – اکرم
0 1 دقیقه لوستل