سیاست

په کونړکې د راى ورکولو د صندوقونو د ليږدونې بهير پيل شوى دى

اسعدآباد باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ : د کونړ ولايت له ولسواليو څخه د دغه ولايت مرکز ته د د راى ورکولو د صندوقونو د ليږدونې بهير پيل شوى دى. د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې، د دغه ولايت د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مقاماتو وويل چې تر اوسه پورې له ديارلسو ولسواليو څخه د راى ورکولو صندوقونه مرکز ته ليږدول شوي دي او يوازې د دوو ولسواليو صندوقونه نه دي ليږدول شوي چې ټاکل شوې ده تر څو ساعتونو پورې دغه کار هم ترسره شي. پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته