په کونړکې د داعش د ډلې د څوارلسو تنو وژل کيدل

کابل باختر د تلي څلورمه :
د داعش د تروريستي ډلې څوارلس تنه غړي تېره شپه د کونړ ولايت په مربوطاتو کې د ائتلاف د ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ائتلاف ځواکونو د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د داعشي  تروريستانو په پټنځي بريد وکړ چې له امله يې د دغې تروريستي ډلې١٤تنه غړي ووژل شول .
د يوبل خبرله مخې:
د لغمان ولايت د علينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته