کابل باختر د وږي دولسمه :
د داعش د تروريستي ډلې اووه تنه غړي د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتوکې د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې ووژل شول .
باختر آژانس ته د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: د امنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې چې د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې ترسره شول، له امله يې د داعش د تروريستي ډلې اووه تنه غړي ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
دغه راز د دغو عملياتو په بهير کې يوشمېر کلي د مخالفينو له شتون څخه پاک شول.
د يوبل خبرله مخې:
د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې د ننګرهار ولايت د خوږياڼي، بټي کوټ او سره رود په ولسواليوکې ترسره شول، يوه اندازه وسلې ، مهمات او پوځي تجهيزات په عملياتوکې د شاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ختم_ شکريه _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل