په کونړکې د بم د چاودنې له امله اته تنه بم جوړونکي طالبان ووژل شول

کابل باختر د مرغومي اته ويشتمه :
د وسله والو طالپانو په ډلې پورې اړوند د بمونو د جوړولو اته تنه ماهران د خپل يوه جوړ شوي بم د چاودنې له امله ووژل شول .
دغه پيښه پرون ناوخته په ناړۍ ولسوالۍ  کې دطالبانو په يوه پټنځي کې رامنځته شوه .
د افغانستان په ختيځ کې د دملي اردو وياند محمد نعمان هاتفي د باخترآژانس  خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې د وسله والو طالبانوپه ډلې پورې اړوند  د بمونو  د جوړولو اته تنه ماهران ووژل شول .
  ده وويل: د طالبانو د بمونو د جوړولو اته تنه ماهران په ناړۍ ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې د بمونو په جوړولو بوخت وو چې د دوى يوبم وچاوديد او دوى يې ووژل.
  ويل کيږي چې په دې چاودنه کې د طالبانو د بمونو د جوړولو يوه کارخانه په بشپړه توګه نړيدلې ده.
طالبانو تر اوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته