خبرونهټولنهروغتیا

په کندهار کې په نشه یي توکو د ۳۶۴ روږدو کسانو درملنه وشوه

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
په کندهار کې د نشه یي توکو سره د مدیریت له لوري په نشه یي توکو روږدي راټول شوي ۳۶۴ تنه له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي اسدالله جمشید باختر آژانس ته وویل، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري ۳۶۴ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان تر ۴ میاشتنۍ او ۶ میاشتنۍ درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
یاده دې شي چې د اسلامي امارت په راتګ سره نه یوازې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو په کرکیله، قاچاق او پلور بندیز لګېدلی بلکې ورسره هم مهال په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه هم پیل شوې او په خورا چټکۍ سره روانه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته