کابل باختر دوري اوولسمه
په کندهار ولايت کې دافغان او ناټو ځواکونو په عملياتوکې په سلګونو کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې دغه توکي پرون مازيګر دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې دوسله والو طالبانو له يوې ډيپو څخه ترلاسه شوي دي .
ناټو باختر اژانس ديوي خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې له دغې ډيپو څخه څه ناڅه درې سوه اتلس کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
په خبرپاڼه کې ددغو عملياتو دجزئياتو په باب څه نه دى ويل شوي .