خبرونهټولنهروغتیا

په کندهار کې ٢٥ تنه مسموم شوي دي

کابل، د غبرګولي ۲۶ مه، باختر
د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د ناسمې ډوډۍ خوړلو له امله ۲۵ تنه مسموم شوي دي.
د کندهار د عامې روغتيا وياند عبدالمنان کاکړ وايي، دغه کسان تېره ورځ د خاکريز ولسوالۍ په چهارسنګ کلي کې د واده په مراسمو کې مسموم شوي دي.
په مسموم شویو کې ۱۰ ماشومان او ۱۵ ښځې هم شاملې دي.
دغه کسان د درملنې په موخه د ميرويس حوزوي روغتون ته ليږدول شوي او د يو شمېر روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى.
س. صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته