خبرونهټولنه

په کندهار کې لسګونو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د غبرګولي ۲۵مه، باختر
په کندهار کې د اوبو رسولو یوې شبکې په ګټې اخیستنې سره، لسګونو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
باختر آژانس ته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د اوبو رسولو دغه شبکه د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د څه باندې ۲.۶ ميليونه افغانيو په لګښت د ملګرو ملتو سازمان د پرمختیایي ادارې په مالي ملاتړ د غورک ولسوالۍ په سرخ آباد کلي کې جوړه او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده.
په یاده شبکه کې د ۱۸۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول او د ۲۵۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.
د دې شبکې د تطبيق په بهير کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې ۸۰ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته