خبرونهټولنهروغتیا

په کندهار کې شاوخوا ۴۵ ټنه تر وخت تېر او بې کیفیته درمل له منځه یوړل شول

کابل، د سلواغې ۹مه، باختر
په کندهار کې د تېرو شاوخوا ۶ میاشتو پر مهال راټول کړل شوي ۴۵ ټنه تر وخت تېر او بې کیفیته درمل له منځه یوړل شول.
د یاد ولایت د خوړو او درملو رئیس حافظ احمد الله د باختر آژانس ته وویل، چې یاد درمل د شاوخوا شپږو میاشتو په موده کې نیول راټول کړل شوي وو، چې د محکمې او ولایت مقام د پرېکړې پر اساس نن ورځ د خوړو او درملو ملي ادارې د سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي تر څنګ د ولایت مقام، استخباراتو او عامې روغتیا ریاست د نماینده ګانو په حضور کې له منځه یوړل شول.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په ګڼو ولایتونو کې دې ته بې کیفیته او تېر وخته درمل او خوراکي توکي سوځول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته