کابل، د وږي ٢١مه، باختر
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د دغه ولايت په هوايي ډګر کې د یو شمېر تاريخي او هنري آثارو د قاچاق مخې د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او کلتور آمر عبدالشکور څپاند وايي، چې په احمدشاه بابا هوايي ډګر کې ۱۱ قلمه تاريخي اثار داسې مهال نيول شوي، چې د بهرنيانو له خوا بهر ته انتقالېدل.
د یادونې وړده چې وخت ناوخت د هېواد په سرحدي ولایتونو کې د ورته تاريخي اثارو د قاچاق هڅې کېږي خو د امنیتي مسوولینو له خوا يې مخنیوی کېږي.
26 د یوې دقیقې څخه لږ