په کندهار کې د یوه جومات د رغولو چارې پیل شوې
کابل، د مرغومې ۱۳ مه، باختر
د کندهار ځايي مسوولینو په یاد ولایت کې د ۳۵،۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات د رغولوچارې پیل شوې دي.
د مسوولینو په خبره، د یاد ولایت په جنوب لویدیځه حوزه کې د پرمختیايي پروژو مسوول انجنیرخوشیوال د باخترآژنس خبریال ته وویل، چې د یاد جومات د بنسټ ډبره د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د ټولګټو چارو سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني او یوشمېر نورو مسوولینو له لوري په دامان ولسوالۍ کې کېښودل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د یاد جومات د رغولو چارې به په راتلوونکي یو کال کې بشپړې شي.