خبرونهاقتصادTOP

په کندهار کې د څه باندې ٥ زره متره استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل، د تلې ۹مه، باختر
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د (۵۲۰۰) مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

Img 20240930 Wa0010
د یاد دېوال د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده وویل:” اسلامي امارت هغو پروژو ته لومړیتوب ورکوي چې د هیواد په ځان بسیا کېدو کې مرسته وکړي”. هغه زیاته کړې: “دا پروژه د بیت المال په پیسو جوړه شوې، نو له خلکو مو هیله ده چې په ښه توګه یې ساتنه وکړي.”
دغه دېوال د سپین بولدک ولسوالۍ په ترکزي، کڅي، سوزاده خېل، قاضیانو او ګلان کلیو کې جوړ شوی او د سلګونو هکټاره کرنیزې ځمکې او کورونه د سېلابونو او موسمي بارانونو له زیانونو خوندي کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته