په کندهار کې د نږدې ۵۰ زره ډالرو په لګښټ یو حیواني کلینیک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
کابل، د وږی ۱۰ مه، باختر
د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د دغه ولایت په غورک ولسوالۍ کې د هالند کمېټې په مالي ملاتړ یو معیاري حیواني کلینیک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ د ۴۹ زره ډالرو په لګښت په وسایلو سمبال یو حیواني کلینیک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې دغه کلینیک ته د څارویو اړوند درمل، ډول ډول واکسینونه، یخچال، سولر سیسټم او اړوند وسایل ورکړل شوی دی.
حقمل د یاد پروګرام له تطبیق څخه د مالدارۍ سکټور پراختیا، او د اړمنو مالدارانو ستونزو ته رسېدنه بللې ده.