په کندهار کې د «میانکوه» چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر
د کندهار په مرکز کې د څه باندې ۱۰میلیونه افغانیو په لګښت د «میانکوه» چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد چیکډېم د یو.ان.ډي.پي مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښاروالۍ تر رهبرۍ لاندې د دوو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.
د مسوولینو په وینا، دغه چیکډېم ۱۵۰ متره اوږدوالی، ۵۰ متره سور او ۹ متره جګوالی لري چې د ۱۵۰ زره متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا لري.
د یاد چکډېم په بشپړېدو سره به د ښار د شپږو ناحیو د سېلابي اوبو مخه ونیول شي.