کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد يونس راشد نن کندهار ته د سفر پر مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند د فريلانسينګ “انلاين سوداګرۍ” د مرکز پرانيستنه وکړه.
د یاد مرکز د پرانیستلو پرمهال د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد وویل، چې د یاد مرکز د پرانيستلو څخه یې موخه ځوانانو ته د انلاين سوداګرۍ روزنه، ځوانانو ته انلاین کار پیدا کول او د هغوی اقتصادي پیاوړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه، چې ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حيثيت لري، دوی بايد د ټولنې د اوږو بار نه وي، بلکي خپلې ټولنې ته کار وکړي.
د يادونې وړه ده، چي په ياد مر کز کې ۵۰ تنو ځوانانو ته د زده کړې تر څنګ يو یو کمپيوټر هم د ځوانانو د معينت له خوا ورکړل شول.
50 1 دقیقه لوستل