په کندهار کې د اوبو يو چکډېم جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
کابل، د لړم ٢٧مه، باختر
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د لوړ شاولیکوټ ولسوالۍ په چستو کلي کې د نږدې درې ميليونه افغانيو په لګښت يو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول محمد حنیف حقمل د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې دغه چکډېم د ۳۰ متره په اوږدالي او ۳.۵ متره په لوړوالي جوړ شوی دی.
د نوموړي په وینا یاد چکډېم د ۳۱ زره متره مکعبه اوبو زېرمه کولو وړتيا لري.
دا په داسې حال کې ده چې نن د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د ٣.٢٥ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو د زېرمه کولو یو بل چکډېم د جوړولو چارې هم پیل شوې وې.
او په جوړېدو سره به یې د باران اوبه مهار شي او د ځمکې لاندې اوبو د کچې په لوړولو کې به مرسته وکړي.
د کندهار او هلمند کروندګر د دې ډول پروژو ستاینه کوي او هیله څرګندوي چې ورته نورې پروژې به د یادو ولايتونو په نورو سیمو کې هم عملي شي، ترڅو د کرنې او اوبو لګولو ستونزې کمې شي.
د کرنې برخې شنونکي بیا وايي، چې دا ډول پروژې نه یوازې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لامل ګرځي، بلکې د سیمې د اوسېدونکو اقتصاد ته هم مثبت بدلون ورکوي.