خبرونهټولنه

په کندهار، فاریاب او پکتیکا۵۰۰ معلولینو ته ویلچر بایسکلونه ورکړل شول

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

د کندهار، فاریاب او پکتیکا ولایتونو د شهیدانو او معلولینو ریاستونو مسوولین وايي چې په دغو ولایتونو کې ۵۰۰ معلولینو ته ویلچر بایسکلونه ورکړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ په فاریاب کې ۱۵۰، په کندهار کې ۲۰۰ او په پکتیکا کې ۱۵۰ معلولینو ته ویلچر بایسکلونه او هم دغو کسانو ته د کرایې لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې دي.

مسوولین وايي چې د خپل توان او د لایحې مطابق به د شهیدانو کورنیو ترڅنګ د معلولو وګړو لپاره هم د دوی ته کاري فرصتونو برابري کړي، تر څو په آسانۍ سره د خپل ذوق سره سم هنر زده او  ګټه ترې واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته