په کندز کې ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست او وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د درې ولایتونو د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې دوې ورځنۍ سیالۍ وشوې.
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې په دې سیالیو کې د بغلان، تخار او کندز ولایتونو چاپندازانو ګډون کړی و، چې لومړی اخرالاق ذبیح الله پهلوان تر حلالي دایرې ورساوه او ٢٠٠ ډالره جایزه یې ترلاسه کړه او دویم اخرالاق امان الله پهلوان تر خط ورساوه چې ۳۰۰ ډالره نقدي جایزه یې وګټله.
په یادو سیالیو کی د کندز ولایت د بدنی روزنې او سپورټ ریاست، د وزلوبې فدراسیون د نمائينده ګۍ، د کورش فدراسیون د نمائيندهګۍ، مسئولانو او د سپورټ ګڼو مینوالو ګډون کړی و.