په کندز کې ۱۸۲ زره ماشومان واکسین کېږي
کابل/ د کب ٢٤ مه / باختر
د کندز د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې به ۱۸۲ زره ماشومانو ته د شري د مخنیوي واکسین وشي.
د کندز دعامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله ساحل باختراژانس ته وويل چې د شري ناروغۍ د مخنيوي کمپاين اوس د کندز په مرکز، امام صاحب او خان آباد ولسواليو کې پيل شوى دى .
ساحل زیاته کړه، په دې کمپاین کې به ۱۸۲ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له شپږو میاشتو څخه تر پنځو کلونو پورې وي، د شري واکسین به ورته وشي.
د کندز د عامې روغتیا رییس وايي، دغه کمپاين د جک د دفتر په همکارۍ پيل شوی، او شپږ ورځې به دوام وکړي.
د هغه په وينا، په کندز کې د شري ناروغۍ د زياتوالي له امله د MSF دفتر په مالي مرسته په ولايتي روغتون کې د شري ناروغانو د درملنې په موخه ٤٠ بستره څانګه ځانګړې شوې ده.
\ ذ