په کندز کې څلور سوه زره تنه ماشومان واکسين کيږي

کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه :
د پوليو واکسين دپسرلني پروګرام لومړنۍ پروګرام پرون په کندز ولايت کې  پيل شو.
دکندز ولايت دعامې روغتيا درياست مرستيال ډاکټر محمدنبي عظيم باخترآژانس ته وويل چې  له پنځه کلنۍ څخه ښکته څلور سوه زره تنه ماشومان   ددغه  ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې  په دريو ورځو کې   واکسين  کيږي.
دکندز والي  عبدالجبار نعيمي د دغه پروګرام  په پيل کې وويل   ؛ چې هر کندزى وګړى مسووليت لري چې د واکسين په تطبيقولو کې له روغتيايي  کارکوونکوسره همکاري وکړي  ترڅو کوم ماشوم دپليو له واکسين څخه پاتې نه شي او دغه پروګرام په کندز کې  په بشپړ ډول تطبيق شي . پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته