په کندز کې ځانمرګې بريد وشو.
کابل – باختر دسلواغۍ اوومه :
څو شيبې مخکې په کندز ښارکې ځانمرګې بريد وشو.
ويل کيږي چې دغه ځانمرګى بريد دکندز ښار په چوک کې دامنيتي مامورينو دپلټنې په يوې پوستې شوى دى په دې پيښه کې دامنيتي مامورينو په ګډون يو شمير کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دکندز ښاريو امنيتي مسوول دباختر اژانس خبريال ته وويل : دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دتروريزم پرخلاف دمبارزې مديرهم ددغې پيښې په قربانيانو کې شامل دى دپيښې جزييات وروسته خپريږي.