په کندز کې په زيانمنو شويو کورنيو نغدي مرستې وويشل شوې .
کابل باختر د وري دويمه :
په کندز ولايت کې په زيانمنو شويو کورنيو نغدې مرستې وويشل شوې .
د کندز د والي وياند نعمت الله تيموري باختراژانس ته وويل چې د اجرايېه رياست له فرمان سره سم څه د پاسه دوه مليونه او شپږ سوه زره افغانۍ په دغه ولايت کې د درې اويا تنو شهيدانو په کورنيو ، ټپيانو او بې ځايه شويو کسانو وويشل شوې .
ده زياته کړه چې د هر شهيد کورنى ته سل زره افغانۍ،هر ټپى ته پنځوس زره افغانۍ او هغه کورنۍ چې له خپلو کورونو او تاټوبو څخه بې ځايه شوي دي هرې کورنى ته پنځلس زره افغانى ورکړل شوې .
د يوبل خبرله مخې د کندز ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياست د دغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې د جګړو له اامله په درې سوه لسو بې ځايه شويو کورنيو نغدې پيسې وويشلې .
دکندز د والي وياند وويل چې هرې بې ځايه شوي کورنۍ ته د اکتيد موسسې له خوا چې د کندز ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياست په چوکات کې فعاليت کوي شپږ زره او دوه سوه افغانۍ ورکړل شوې . ختم_ ف _ اکرم