په کندز کې په زيانمنو شويو کورنيو نغدي مرستې وويشل شوې .
کابل باختر د وري دويمه :
په کندز ولايت کې په زيانمنو شويو کورنيو نغدې مرستې وويل شوې .
دکندز دوالي وياند نعمت الله تيموري باختراژانس ته وويل چې د اجراييه رياست له فرمان سره سم څه دپاسه دوه مليونه او شپږ سوه زره افغانۍ په دغه ولايت کې ددرې اويا تنو شهيدانو په کورنيو ، ټپيانو او بې ځايه شويو کسانو وويشل شوې .
ده زياته کړه چې دهر شهيد کورنى ته سل زره افغانۍ او هر ټپي ته پنځوس زره افغانۍ او يوشمير کورنيو ته چې داستوګنې له خپلو کورونو او تاټوبو څخه بې ځايه شوي دي .
هرې کورنى ته پنځلس زره افغانۍ ورکړى شوې .
ددغو مرستو دويش په بهير کې کې دکندز والي عبدالجبار نعيمي او نورو مسوولانو ګډون درلود .
ديوبل خبرله مخې، دکندز ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست ددغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې دجګړو له امله په درې سوه لسو بې ځايه شويو کورنيو نغدې پيسې وويشلې .
دکندز دوالي وياند وويل چې هرې بې ځايه شوي کورنى ته داکتيد موسسې له خوا چې دکندز ولايت دمهاجرينو د راستنولو دچارو رياست په چوکاټ کې فعاليت کوي شپږ زره او دوه سوه افغانۍ ورکړى شوې . ختم_ ف _ اکرم