ټولنه

په کندز کې په ديوالونوکې د انځورګرى له لارې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې پوهاوي ورکول پيل شول

-کابل /دوږي ٢٩مه /باختر: دکندز د ژوندانه د چاپيريال ساتنې رياست د لومړى ځل لپاره په ديوالونوکې د انځورګرى له لارې د پوهاوي ورکولو پروګرام پيل کړل. د ژوندانه د چاپيريال ساتنې رييس حشمت الله جليل باختراژانس ته وويل چې دغه اداره په ديوالونوکې د انځورونو د رسمولو او ليکلو له لارې د عامه ذهنونو د روښانه کولو، د ژوندانه دچاپيريال ساتنې د پوهاوي ورکولو او د هوا له ککړتيا څخه د خلاص چاپيريال په مقصد پيغامونه او د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د شعارونوپروګرام پيل کړى دى. په دغه پروګرام کې دکندز ښار په اوو ګڼ مېشتو سيموکې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې شعارونه او پيغامونه انځور شوي دي. ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته