کابل باختر دزمري شپږمه
په کندزولايت کې په دوه زره څلور سوه اړو کورنيو دغنمو دويشلوبهير پيل شو .
دباختراژانس دخبرله مخې، دکرنې او اوبو لګولو وزارت دازبکستان دمرستې درې سوه شپيته ټنه غنم په هغوبزګرانو چې په امام صاحب ولسوالۍ کې دوچکالي او سيلاونوله امله زيانمن شوي دي ، ويشي .
ددغو غنمو دويشلو بهير دکندز دوالي عبدالجبارنعيمي ، دوالي دمرستيال دولايتي شورا درييس او غړو، دپوځي اوملکي ادارو درييسانو ، دامام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي ، دبيړنۍ کميټې دغړو ، مخورو اوبزګرانو په وړاندې پيل شو .
دازبکستان دمرستې درې زره ټنه غنم دکندز ولايت په مرکز اونهو ولسواليو کې په څه ناڅه شلوزرو اړو کورنيو باندې ويشل کېږي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ