امنیت

په کندز کې پاکستاني اوافغاني طالبانو ته دسرزيات زيان اوښتى دى.

کابل باختردوږي دمياشتې  ٦  :
په داسې  حال کې  چې  په کندز ولايت کې پوځي عمليات دوام لري   قوماندانان
په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو  دسردزيات زيان  خبرې کوي .
ددغو پوځي قوماندانانو دڅرګندونوله مخې  : ددغو عملياتو په بهيرکې  چې څلور ورځې مخکې پيل شوي دي  دڅوتنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون يوويشت تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه عمليات  داردو  ، پوليسو اودملي امنيت  دسلګونو تنو پوځيانوپه ګډون   دتروريستي ډلو  له شتون څخه  د خان آباد ولسوالۍ دځينو سيمودپاکولو په مقصد پيل شوي و او تراوسه پورې دوام لري .
دخان آباد ولسوالۍ په دې وروستيو وختو کې دوسله والو طالبانودشتون  او فعاليت ډګر  و .
دکندز ولايت  دامنيې قوماندانۍ  ويندوى  سيدسرور حسيني دباخترآژانس خبريال ته وويل : چې تراوسه پورې ددغو عملياتوپه بهيرکې  دڅوتنو پاکستاني  جګړه مارانوپه ګډون يو ويشت تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
تراوسه پورې  دپوځيانو اودملکي وګړو دسر د احتمالي زيان په باب خبرنه دى ترلاسه شوى .
له بله پلوه ويل کيږي  چې  پوځيانو ددغو عملياتو په بهيرکې دلسګونو کليو په پاکولو  بريالي شوي دي .
دحسيني دڅرګندونوله مخې : دغه عمليات به دتروريستي ډلو  له شتون څخه  دخان آباد ولسوالۍ  تربشپړې پاکولو پورې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته