کابل باختردوري دمياشتې ٢٥ :
هغه سړى چې ويل کيږي په کندزولايت کې په افغان ځواکونو د چاودنې بريدوکړې نن ونيول شو.
عبدالخالق نن سهار له يوې اندازې چاوديدونکو توکوسره دکندزدپوليسو له خوا نيول شوى دى .
دکندزولايت دپوليسو ويندوى سيدسرور حسيني باختراژانس ته وويل دغه سړى چې دکندز ښار اوسيدونکى دى غوښتل يي په افغان ځواکونو دچاودني بريد وکړې .
ده وويل له دغه سړى څخه پوښتنې پيل شوى دى .