کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې تېره شپه د يوه پل په ويجاړېدو سره د لسګونو کليو لارې تړل شوې دي .
د خان اباد ولسوال حيات الله اميري باختراژانس ته وويل، چې د دغه شپږ نوي متره پل يوه برخه د اوبو د څپانده کېدو او د پله په جوړولو کې له بې کيفيته توکو څخه د استفادي له امله ويجاړ شوى دى .
هغه زياته کړه، چې د دغه پله په ويجاړېدو سره اوس د کندز د مرکز او د خان اباد ولسوالۍ په لور د اقتاش ولسوالۍ د څه ناڅه شپيتو کليو لاره تړل شوې ده.
ولسوال وويل، چې دغه پل په ٢٠١٠ کال کې د فوايد عامې وزارت جوړ کړى دى.
هغه د فوايد عامې له وزارت څخه وغوښتل چې ډير ژر دغه پل په اساسي ډول بيا ورغوي .
دغه پل د اقتاش د سيند د پاسه جوړشوى دى .
ختم- ج _ اکرم